د پاکستان ډالري ذخاير د تاريخ ترټولو ټیټې کچې ته ورسېدل، ټول پاتې ډالر صرف
د پاکستان په مرکزي بانک کې ډالر د خپل تاريخ په ترټولو ټيټه کچه کې دي، ددې هېواد د رسنیو د خبر په بنسټ د پاکستان په مرکزي دولتي بانک کې صرف ۶ ميليارده ډالر پاتې دي، په ۲۰۱۴ م کال کې د پاکستان اسعاري ذخیره همدومره کمه شوې وه .
مخکې له دې چې د افغانستان پخوانی حکومت سقوط وکړي د افغانستان مرکزي بانک ۱۲ ميليارده ډالر ذخیره درلودل کوم چې د پاکستان د اوسني ذخايرو دوه برابره دي.
پاکستان په دې وروستيو کې د شديد اقتصادي بحران سره مخ دی، د پيسو ارزښت یې ثابت نه پيدا کوي او پرلپسې ډول ښکته پورته کېږي خو عموماً د ښکته لور ته روانه وي.