د پاکستان پوځ: که صرف يو ځل بيا هم د افغانستان څخه راباندې بر. يد وشو سمدلاسه
په دې وروستيو کې د بل هر وخت څخه زیات د پاکستان حکومت افغانستان تورنوي چې خپله خاوره د پاکستان په ضد استفاده کولو ته پرېږدي او د هغه لوري په پاکستان باندې بریدونه کېږي.
افغانستان بيا په بار بار دا تورونه رد کړي دي او وايي چې د افغانستان څخه پاکستان ته هېڅ ډول ګواښ نه دی متوجه خو د پاکستان څخه بيا افغانستان ته ګواښ او خطر متوجه دی.
اوس د پاکستان د پوځ ویاند بابر افتخار ويلي دي چې دوی نور دا نشي زغملی چې د افغانستان خاوره ددوی په ضد وکارول شي او که دا دوام وکړي نو دوی به پخپله لاس پکار شي او د خپل ځان ددفاع لپاره سخت اقدامات وکړي.