د پاکستان پخوانی سفير: افغانان پخپلو کې هېڅ وخت نه سره جوړېږي باید چې -

د پاکستان پخوانی سفير: افغانان پخپلو کې هېڅ وخت نه سره جوړېږي باید چې

د پاکستان پخواني سفير چې څه موده وړاندې یې په افغانستان کې دنده پای ته ورسېده بېرته خپل هېواد پاکستان ته ولاړ او هلته اوس د افغانستان په هکله د ويلو ډېر څه لري.

تازه یې د پاکستان د ترټولو لوی تلويزيون جيونيوز سره مرکه کړې ده او د افغانستان په هکله یې پکې بېلابېلې څرګندونې کړې دي په دې څرګندونو کې ځینې داسې دي چې د افغانانو له غبرګون سره مخ شوې.

منصور احمد خان د افغانستان د روغې جوړې په هکله ويلي دي چې دا نور ډېر سخت حتی ناممکن کار دی چې افغانان پخپلو کې سره کېني سره جوړ شي او يو مشترک حکومت جوړ کړي وايي همدا د افغانستان لوی مشکل ده چې هغوی په هېڅ صورت پخپلو کې نه سره جوړېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *