د پاکستان له طرفه په افغانستان کې د ځانګړو عملياتو خبرداری

د ډيپلومات ورځپاڼې خبر ورکړی دی چې پاکستان په افغانستان کې د ځانګړو عملياتو پلان لري، ياده ورځپاڼه وايي په پاکستاني پوځيانو باندې د وروستيو بریدونو وروسته پاکستاني حکومت دغه پلان نيولی دی.

په پاکستان کې ځینې چارواکي او شنونکي په دې اند دي چې که چېرې افغانستان کې واکمنه ډله په افغان خاوره کې د پاکستاني مخالفینو په موجودیت او فعالیت سترګې پټې نه کړي نو هغوی په هېڅ صورت دا توان نلري چې په پاکستان کې بريدونه وکړي.

د يادونې وړ ده چې همدا خبره يوه وخت کې د افغانستان پخواني حکومت او نړیوالو کوله، کوم وخت چې د افغانستان د هغه وخت د حکومت مخالفین په پاکستان کې مېشت و.

په دې وروستيو کې د پاکستان په پوځ او پوليسو باندې بريدونه زيات شوي دي. په پېښور او بلوچستان کې د بریدونو زیاتوالي پاکستاني واکمن اندیښمن کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *