د پاکستان سره لوبه کې رحمن الله ګربز ټپي شو، هغه به نور په لوبه کې

د افغانستان او پاکستان د‌ د کرکټ‌ د لوبډلو ترمنځ لوبه سهار پيل شوې ده، دا لوبه یوه تمریناتي او جنجالي لوبه ده، جنجالي له دې کبله چې پاکستاني رسنيو خبر ورکړی و د پاکستان د کرکټ بورډ مشر راميز راجا غواړي دا لوبه لغوه شي ځکه چې دده په خبره په تیره لوبه کې افغان لوبغاړو د پاکستاني لوبغاړو سره ناسم چلند کړی حال دا چې افغان لوری بيا په همدې هکله پاکستاني لوبغاړي ملامتوي.

خو داسی ښکاري چې آی سي سي د کرکټ‌ نړيوالې شورا د پاکستان دا غوښتنه جدي ونه ګڼله او لوبه سهار په نورمال ډول پيل سوه خو په لوبه کې د افغانستان ترټولو مهم لوبغاړي ته سخت زيان ورسېد.

د افغانستان ټاپ توپ وهونکی رحمن الله ګربز د پاکستاني لوبغاړي په بال په پونده ولګیده چې هم یې خپله ویکټه له لاسه ورکړه او هم یې پښه سخته خوږ شوه او د خپلو ملګرو په واسطه د ميدان څخه بهر شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *