د پاکستان د کورنيو چارو وزير په افغانستان کې د ځانګړو عملياتو خبر ورکړ

د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثنا الله ويلي چې د پاکستان پوځ دا صلاحيت لري چې په افغانستان کې دننه عمليات وکړي، نوموړي پخپله وينا کې وويل: د پاکستان پوځ د نړيوالو قوانينو په بنسټ دا حق لري چې په افغانستان کې پوځي عمليات وکړي.

هغه زياته کړې ده چې که په کابل واکمنه ډله د پاکستان د مخالفينو ځالې ختمې نکړي نو دوی به پخپله د افغانستان دننه عمليات وکړي او دغه ځالې به له منځه يوسي.

په کابل کې واکمنې ډلې تراوسه پورې د پاکستان د کورنيو چارو د وزير ددغه څرګندونو په اړوند څه نه دی ويلي، تر دې وړاندې د پاکستان پوځ په خوست ولایت بمباري کړې وه چې ۴۵ افغانان پکې وژ.ل شوي و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *