د پاکستان د کرکټ بورډ مشر: موږ په نړیوال جام کې ګډون نکوو تر هغه پورې چې

د پاکستان کرکټ‌ بورډ يو ځل بيا د سختو پرېکړو سره مخ شوی دی، يو ځل بيا په پاکستان کرکټ بورډ باندې لارې راتنګې شوې دي او مجبور دی چې ډېرې سختې پرېکړې وکړي.

هند کې ځینې سرچینو وړاندې ويلي چې په پاکستان کې کېدونکي اسيا کپ ته به ولاړ نشي د بل لوري دې خبرې پاکستان ته زور ورکړی دی او وايي چې که هند پاکستان ته اسیا کپ ته رانشي نو دوی به هم د راتلونکي نړيوال جام لپاره چې په هند کې ترسره کېږي لاړ نشي.

دا خبره د پاکستان د کرکټ بورډ مشر راميز راجا وکړه، هغه وویل چې تراوسه پورې د هند د کرکټ بورډ له لوري رسمي خبر نه دی ورکړل شوی چې هند اسيا کپ لپاره پاکستان ته ځي کنه خو وايي که چېرې هند اسيا کپ ته پاکستان ته رانشي نو دوی به هم د نړیوال جام لپاره هند ته ولاړ نشي.

راميز راجا ويلي دي چې په داسې يو نړيوال جام کې چې پاکستان پکې نه وي د کرکټ مینوال به هم پکې د برخې اخيستلو لپاره زړه ښه نکړي وايي موږ چې په کوم نړیوال جام کې نه یو نو څوک یې بيا ګوري هم نه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *