د پاکستان د کرکټ بورډ لویه هيله په سيند لاهو شوه، هند ورته منفي ځواب ورکړ -

د پاکستان د کرکټ بورډ لویه هيله په سيند لاهو شوه، هند ورته منفي ځواب ورکړ

په داسې حال کې چې په دې وروستيو چې د پاکستان د کرکټ چارواکي هڅه کوي دغه هېواد ته نورې نړيوالې لوبډلې او ټیمونه ور دعوت کړي او دغلته نړيوالې لوبې ترسره کړي خو کارونه په بشپړ ډول د پاکستان د کرکټ بورډ د هيلو په لاره نه ځي، دا ځل چې پاکستان يو ډېر لوی چانس لري نو يو ځل بيا پکې هند خپله لغته ووهله.

په ۲۰۲۳ م کال کې به د اسيا کپ سيالۍ په پاکستان کې ترسره کېژي، په داسې حال کې څو کاله وړاندې په پاکستان کې د سريلانکا سره د کرکټ لوبې په مهال چادونې وشوې بيا دغه هېواد ته د نورو هېوادونو لوبډلو ته تلل د ځان لپاره لوی خطر وباله.

اوس چې په دې پېښه زيات وخت تېر سو پاکستان وايي چې هېواد کې يې امن قائم دی او د اسيا کپ سيالۍ به په سوله ایزه فضا کې ترسره کېژي، خو هند چې د کرکټ په نړۍ کې ټاپ ځای لري اعلان وکړ چې پاکستان ته به د لوبو لپاره ولاړ نشي.

د هند نشتون به دغه کپ بې خونده کړي او پاکستان به يو ځل بيا په پوره ډول ددغه کټ څخه ګټه پورته نکري، د يادونې وړ ده چې پاکستان او هند صرف په رسمی نړيوالو جامونو کې سره مخ کېږي او هېڅ ډول ټېسټ لوبه د ۲۰۰۷ راهيسې نلري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *