د پاکستان د پخواني سفیر اعتراف: په کابل کې کار ډېر خوند راکاوه ځکه هلته مې

احمد منصور خان په افغانستان کې د پاکستان هغه ديپلومات دی چې په رسنيو او د افغانانو په بحثونو ترټولو زيات مطرح شوی دی په ځانګړي ډول کله چې په افغانستان کې جمهوریت چپه شو نو بيا ښاغلي منصور خان په هر وزرات کې ليدل کېده ان په ښاروالۍ کې به هم موجود و‌.

دده د دندې موده په افغانستان کې څه وخت مخکې پای ته ورسیده او نوموړي د افغانستان څخه بېرته خپل هېواد پاکستان ته کډه بار کړه اوس يې د افغانستان په هکله تازه څرګندونې کړې دي.

نوموړي خپله ويلي دي چې په افغانستان کې يې زيات وخت تېر کړ مخکې له دې چې هلته سفير سي هم په افغانستان کې يې د پاکستان په سفارت کې دنده درلوده وايي په افغانستان کې کار ډېر خوند راکاوه ځکه هلته مې په خلاص لاس کار وکړ چې د افغانستان او پاکستان اړيکې دوامداره وساتم.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *