د پاکستان خارجه وزير نړيوالو ته: نه سوال کوم نه قرض غواړم خو پيسې مو پکار دي موږ اوس

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په ملګرو ملتونو کې د‌ نړیوالو سره پخپله ليدنه کې د پيسو د ورکړې په هکله داسې څرګندونې کړې دي چې د ډېرو خلکو پام یې ځانته ور جلب کړي دی‌.

بلاول بهټو چې د پاکستان نوي خارجه وزير دي په دې وروستيو کې په افغانستان هم ډېر ولګېده او ډول ډول تورونه يې په افغانستان باندې پورې کړل اوس یې د پيسو غوښتلو یو جالب ګفتار کړی دی.

هغه ويلي دي چې د نړۍ څخه نه سوال کوي نه پور غواړي نه قرض غواړي خو وايي سیلابونو ۳۰ ميليارده ډالر زيان ور اړولی دی او ددې تاوان بايد نړیوال ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *