د پاکستان خارجه وزير: افغانان په ژمي کې وږي کېږي زه ټولو افغانانو ته وایم چې

په افغانستان کې اوس داسې يو حکومت شتون نلري چې نړيواله ټولنه یې په رسميت وپېژني، نړیواله ټولنه واي په افغانستان کې بايد يو ټول شموله حکومت جوړ شي چې د بشر حقوقو ته درناوی ولري.

د افغانستان په داسې ګوښه شوي حالت کې تر ډېره له کلونو وروسته اوس د افغانستان لپاره يا د افغانستان په استازولۍ پاکستاني مقامات خبرې کوي ملاقاتونه او لیدنې ترسره کوي.

تازه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان لپاره د امريکا د ځانګړي استازي ټوماس سره ليدلي دي او ويلي يې دي چې که د افغانانو سره مرستې ونشي افغانان به په ژمي کې د لوږې سره مخ شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *