د پاسپورټ رياست اوس د ورځې لس زره پاسپورتونه وېشي له دې وروسته د پاسپورټ بيه

د پاسپورټ د رياست مسولين وايي د پاسپورټ ورکړه یې په بې ساري ډول چټکه کړې ده، ددغه ریاست مسولینو رسنیو ته ويلي دي چې کومو کسانو پخوا د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره مراجعه کړې وه د هغه پاسپورټونه اوس مهال په ډېر چټکۍ پروسس کېږي.

ددې ریاست د مسولينو په وينا اوس مهال هغه کسانو چې پخوا یې د پاسپورټ لپاره اپلای کړی و په ورځني ډول لس زره پاسپورتونه صادرېږي، او دا لړۍ به نوره هم چټکه شي.

د پاسپورټ رياست مسولين په داسې حال کې د پاسپورټونو د ویشلو د چټکتيا خبر ورکوي چې په افغانستان کې د پاسپورټ ترلاسه کولو د هېواد څخه د وتلو خواهش په بې ساري ډول زیات شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *