د يوې ښځې شکایت: ۳۱ کلنه شوم خو هېڅوک مې نه خوښوي وايي ستا سینې

د‌ ليسا‌ بانک په نامه یوې مېرمنې په ټولنيزو رسنيو کې د خپل ژوند یوه ترخه تجربه شريکه کړې ده، دې ویلي دي کله چې بلوغ ته ورسیده نو متوجه شوه چې د خپل ملګرو په نسبت یې سينې کوچنۍ دي.

وايي فکر يې کاوه چې معمولي خبره به وي کېدی شي کال بل کال سمې شي خو وايي هېڅکله سمې نشوې او تراوسه پورې چې دادي ۳۱ کاله عمر لري سینې یې همغسې کوچنۍ پاتې دي.

وايي له دې کبله ورباندې خلک ډېرې نیوکې کوي، وايي ځینې خو د نارينه په سترګو راته ګوري او هېڅ مې په ښځو کې نه حسابوي، دا وايي چې د خپل بدن څخه نور شکایت نلري خو دا چې خلک خبرې ورباندې کوي نو بيا خفه کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *