د يوې هالنډۍ ډاکټرې په وينا په ښه کور.والي کې بايد دغه څلور شيان شتون ولري - Ht

د يوې هالنډۍ ډاکټرې په وينا په ښه کور.والي کې بايد دغه څلور شيان شتون ولري

وله ځانګړنه؛ د يو ځای او مشترک ژوند د ګډې مهمې چارې ترټولو لومړۍ او مهمه ځانګړنه داده چې دواړه لوري پکې ځان ډېر راحت احساس کړي، څه مانا؟ مطلب دا چې ښځه هېڅ ډول وېره ونلري، دا وېره چې څوک به یې غږ واوري، يا دا وېره چې هسې نه حامله شي او دې ورته، مطلب که دواړه په ترټولو راحت وخت کې ګډه چاره ترسره کړي نو دواړه به سخت خوشحاله وي.

دوهمه ځانګړنه؛

ددې هالنډۍ ډاکټرې په خبره د ګډ ژوند په مهمه ګډه چاره کې بله ترټولو مهمه ځانګړنه داده چې په دې چاره کې ښځينه هم ونډه واخلي، یانې داسې نه وي چې هرڅه نارينه کوي او ښځه لکه بې روحه شی پرته وي، ددې چارې ښه والي هغه وخت حس کېږي کله چې دواړه لوري فعال وي.

دريم ځانګړنه؛ انسانان د یو ډول کار یو ډول خوړو یو ډول جامو یو ډول ځای سره خسته کېږي، انسانان يو متفاوت څه ته اړتيا لري، داسې يو څه ته چې هلته يو بدل شی حس کړي، په ګډه چاره کې هم کله کله حتی ډېر کله بدلون ښه دی، یانې تل په يوه کوټه کې، تل په تياره کې، تل د يو ډول ګروپ تر رڼا لاندې تل په یوه ستايل دا ګډه چاره ترسره کول انسان ستړی کوي او دا چاره ورته نوره ډېره عادي ښکاري، ښه به دا وي چې تحول په نظر کې ونيول شي.

څلورمه ځانګړنه؛ د نابلده شي څخه ډېر وخت انسان پوره استفاده نشي کولی، په ګډه چاره کې هم بې تجربه ګي داسې شی ده چې دواړه لوري نشي کولی د یو بل څخه پوره استفاده وکړي، دا وخت ته اړتيا لري چې دواړه د يو بل سره ډېر بلد شي او په دې ډول د يو بل څخه پوره استفاده وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *