د يوې میرمنې د بدن عجيبه ځانګړنه؛ دوه نومونه لري يو يې -

د يوې میرمنې د بدن عجيبه ځانګړنه؛ دوه نومونه لري يو يې

په انګلستان کې په یوه تلويزيوني پروګرام کې يوې ګډون کوونکې مېرمنې د خپل ژوند یو داسې عجيب راز بيان کړ چې خلک یې ځانته هک حيران کړل،‌ ددې مېرمنې په بدن کې داسې یو عجيب شي شتون درلود چې ټول خلک یې ځانته حيران کړل او پرته له شرم څخه یې د خپل بدن دا عجيبه ځانګړنه ټولو خلکو ته ور ښکاره کړه. دا مېرمنې چې د ايرلنډ اوسېدونکې ده وايي چې.

خېټه یې دوه نومونه لري، وايی هرڅوک چې په دې پوه شي ددې خېټه دوه نومونه لري نو حیران شي، وايي ان په یوه رستورانت کې ورڅخه ددې ځانګړنې له کبله خوراک پیسې هم وانخیستل شوې. دا زیاتوي چې دا حالت یې ډاکټرانو هم سم تشريح نکړ خو دې ته یې يو ځواب ورکړ.

چې ته عجیبه ښځه یې کېدی شي چې د مور په نس کې دې خپل دوه ګونی يا غبرګونی دې تېر کړی وي ددې خبرې په کولو سره ټولو مېلمنو او کوربنو په خندا پيل وکړ.

وايی ډاکټرانو ويل چې کېدی شی ستا د غبرګوني ژوند د مور په نس کې پای ته رسیدلی وي او په هغه مهال نور په ډېر کوچنيتوب کې تا همغه غبرګونی د پلېزنټا له لوري خوړلی وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *