د يوې لسيزې دښمنۍ وروسته د سوریې ولسمشر د اردوغان د ملاقات غوښتنه رد کړه
د سوریې ولسمشر بشارالاسد د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د ملاقات غوښتنه رد کړې ده، رجب طیب اردوغان د سوریې د لاريون کوونکو د مسلحه کولو وروسته د سوریې د حکومت سره دښمني را اخيستې وه.
اوس چې د سوریې د کورنۍ جګړې څخه ۲۲ کاله تېر شول او د سوریې د حکومت په وړاندې مبارزه ناکامه شوه په لسګونو زره خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړ په میلیونونو سوريه يان کډوال شول اردوغان بېرته د اسد سره د اړیکو جوړولو خبره کوي.
په ۲۰۱۱ م کال کې په سوریه کې د حکومت ضد لاریونونه ترسره شول چې دغه لاریون کوونکي د ترکیې او ځينې نورو هېوادونو په هڅونه او ددوی په اقتصادي او نظامي ملاتړ سره په یوه وسله واله مبارزه واوښتل.
اوس چې د لسیزې وروسته دا هرڅه ناکام شول او سوريه ورانه شوه اردوغان غواړي د سوریې د حکومت سره خپل روابط بيا ټينګ کړي.
څو ورځې وړاندې ترک ولسمشر رجب طیب اردوغان د سوریې د ولسمشر بشرالاسد سره د ليدنې خبره وکړه خو د يورونيوز د خبر په بنسټ د سوریې ولسمشر د رجب طیب اردوغان سره د لیدنې غوښتنه رد کړې ده.