د وينې ورکولو څلور داسې پټې ګټې چې ۹۹ سلنه خلک ورباندې نه پوهېږي -

د وينې ورکولو څلور داسې پټې ګټې چې ۹۹ سلنه خلک ورباندې نه پوهېږي

د وينې ورکول که د یوه لوري د خير کار دی د نورو انسانانو ژوند ورسره ژغورل کېږي د بل لوري پخپله د وينې ورکوونکی کس هم په مستقيم ډول ځينې د پام وړ روغتيايي ګټې ترلاسه کوي‌.

په امريکا کې يوه ترسره شوې څېړنه وايي هغه کسان چې په منظم ډول وینه ورکول تر هغه کسانو چې د کار نه ترسره کوي ۸۸ سلنه کم د زړه د حملې د خطر سره مخ کېږي. پوهان وايي ددې کار سره د بدن څخه اضافي اوسپنه بهر کېږي.

د وينې ورکول د نورو خطرناکو ناروغيو خطر هم کوي، کوم کسان چې په منظم ډول وینه ورکوي د سږو او ځيګر په سرطان یې د اخته کېدو خطر ډېر کم دی.

د بل لوري کوم کسان چې وخت نا وخت وينه ورکول مخکې د وينې ورکولو معاينه کېږي او پدې مهال ددوی د وينې غوړ او د وينې فشار اندازه کېږي او که چېرې ددا ډول مشکل سره مخ وی نو مخکې له دې چې خطرناکو مرحلو ته ورسیږي دوی وختي ورباندې خبرېږي.

ددې ټولو هخوا د وينې ورکولو په مهال په ډېرو ځایونو کې د ايډيز معاينات هم ترسره کېږي او وینه ورکونکی په مفت ډول ددې معايناتو څخه برخمن کېدی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *