د وينې د ټینګېدو پینځه لاملونه او نښې نښانې

د وينې ټينګېدل یوه جدي روغتيايي ستونزه ده، که چېرې په وخت ورته پام ونشي نو د انسان د زړه روغتيا په جدي ډول تر ګواښ لاندې راولي.‌ د وينې ټینګېدل ځینې وخت د بعضې نورو ناروغيو او درملو د کارولو له کبله رامنځته کېږي مګر په ځينې شرايطو کې بيا پخپله د انسان د بې پروایی بې پامۍ او ناپوهۍ له کبله رامنځته کېږي.

د وينې ټینګېدو سره په رګونو کې موجوده وينه درنېږي، دا درنه شوې او ټینګه شوې وينه نور په رګونو کې په سختۍ حرکت کوي، رنګ يې پوخ سور شوی وي يانې يو ډول د تورېدو خواته یې ميل پيدا کړی وي. کله چې په رګونو کې د وینې حرکت له دا ډول مشکل سره مخ شي بيا نو د زړه د حملې د مغزي سکتې احتمال زياتېږي.

د وينې د ټینګېدو يو ترټولو عام سبب حرکت نکول دي، کوم کسان چې په دوه ورځو کې هم يو نيم ساعت يا یو سم حرکت نکوي یانې يا قدم نه وهي يا منډه او سپورټي تمرين نکوي نو ددوی د وينې ټينګېدل حتمي دي.

کوم کسان چې زيات وزن لري هغوی هم د وينې د ټنګښت له خطر سره مخ دي، د شکر ناروغي لرونکي کسان او د سرطان تر تداوۍ لاندې کسان هم د وينې د ټینګېدو له خطر سره مخ دي.

د وينې د ټینګېدو ځينې علامې؛ که چېرې د سږو او زړه په برخه کې وينه ټينګه وي نو په سينه کې درد، په اوږو، غاړه او شا کې دردونه ليدل کېږي که چېرې د پښو په برخه کې وينه ټينګه وي د پښو لاندې برخو کې درد او سوروالی رامنځته کېږي او ورسره پښې زياتې تودې وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *