د ويرات کولي شخصي اطاق ته یو کس ننوتلی او غوښتل یې چې

ويرات کولي چې اوس وخت کې د کرکټ په نړۍ کې ترټولو ښه توپ لوبغاړی دی د خپلو مينوالو له لوري د مينې د يوه طوفان سره مخ دی، ډېری هندیان هغه خپل اتل ګڼي او شپه ورځ یې د هغه په صفتونو باندې تېرېږي، په ځانګړي ډول کله چې په نړیوال جام کې هند په وروستيو اورونو کې د ویرات کولي په مټ د پاکستان څخه لوبه وګټله نو د هنديانو په زړه کې يې ځای نور هم زیات شو.

اوس یې بيا یو مينوال پرته له اجازې څخه اطاق ته ورننوتلی دی او دغه کار یې ویرات کولي خواشینی کړی دی، ويل کېږي یو مینوال د ويرات کولي شخصي اطاق ته پرتې له اجازې ورغلی دی. ويرات کولي پرون په دې هکله پخپله خبرې وکړې.

هغه ويلي دي چې دی دا درک کوي چې مينوال غواړي د خپلو لوبغاړو سره له نېږدې وګوري مګر دومره مخ ته تلل او د یو کس شخصي اطاق ته پرته له اجازې په دې شکل ننوتل واقعاً سړی خفه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *