د ويرات کولي سره د جنجال وروسته آی پي اېل کې د نوین الحق سزا معلومه شوه - Ht

د ويرات کولي سره د جنجال وروسته آی پي اېل کې د نوین الحق سزا معلومه شوه

تېره شپه په آی پي اېل کې يوه جنجالي لوبه ترسره شوه، د لکنو او بنګلور ترمنځ دا لوبه د دوه جنجالونو شاهده وه چې يو د ويرات کولي او ګمبير جنجال و او بل د افغان لوبغاړي نوین الحق او ويرات کولي جنجال و.

د ويرات کولي سره د جنجال وروسته آی پي اېل کې د نوین الحق سزا معلومه شوه

د لوبې وروسته نوین الحق او ويرات کولي يو بل ته لاس ورکړل خو په دې شېبه کې ددوی ترمنځ څه خبرې تبادله شوې چې وروسته نوین د ويرات کولي لاس ور وغورځاوه.

دا معلومه نده چې ددوی ترمنځ به څه خبره شوې وي ويرات کولي به څه ویلي وي چې نوین الحق دا ډول غبرګون ښودلی دی، خو په ټولنيزو رسنيو کې ددواړو پلویان د یو بل د ملامتيا د ښودلو لپاره بېلابېل دلايل وړاندې کوي.

ځينې مينوال وايي چې ويرات کولي کبرجن انسان ده حتماً یې نوین ته داسې کومه ناوړه خبره کړې ده چې هغه يې غوسه کړی، خو ځینې نور بیا وايي نوین الحق د پاکستان، سريلانکا او پخوا يو ځل د شاهد سره هم جنجالونه کړي دي.

له همدې کبله نوین الحق ته نده پکار چې دا ډول چلند ته ادامه ورکړي په داسی حال کې چې دی په آی پي اېل کې نوی دی او دداسې چا سره جنجال کوي چې د نړۍ ترټولو غوره لوبغاړی دی.

د لوبې وروسته رسنيو خبر ورکړ چې هندي کرکټ د مسولينو له لوري د نوین الحق د تېرې شپې د لوبې نيم فيس د جريمې په توګه کټ شوی، د ويرات کولي او ګمبير فيس بيا سل سلنه کټ شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *