د ورځې صرف دری خرماوې خوړل د نارينه لپاره څلور حیرانونکې ګټې لري، د شپې
هډوکي غښتلي او پیاوړي کوي
د پوهانو د وینا له مخې چې خرما د بورن کیمیاوي عنصر څخه برخمنه ده، کوم چې د هډوکو پیاوړتیا کې مرسته کوي، همدا ډول څیړنو ثابته کړې چې بورن د منرالونو جذبولو کې مرسته کوي، لکه پوټاشیم، کلسیم، میګنیشم او فاسفورس چې هډوکي پیاوړي کوي او ددې د ناثابته پاتې کیدلو ناروغۍ مخنیوی کوي.
هاضمه غوره کوي
خرما له فایبر څخه خورا شتمن خواړه دي، فایبر کولمو ته حرکت ورکوي تر څو په سمه توګه کار وکړي، د یوې څیړنې له مخې ویل شوي؛ هر هغه څوک چې په ورځني ډول د خرما استعمال کوي د هغو په پرتله چې نه یې کوي د هاضمې سیستم یې په سمه او فعاله توګه کار کوي.
ذهني فشار او خپګان له منځه وړي
خرما له ویټامن «بي ۶» څخه برخمن خواړه دي، کوم چې بدن کې د خوشحالۍ هرمون، او هغه هرمون چې دماغي روغتیا ته ګټه رسوي؛ په تولید کې مرسته کوي، د ویټامن بي ۶ ماده د خپګان په کمولو کې ګټور دی، څومره چې د خرما خوراک زیات کړو، یوازې بدني نه بلکې ذهني احساس به مو هم غوره شي.
د بدن دفاعي سیستم ځواکمنوي
خرما د فایبر، پوټاشیم، میګنیشم، ویټامنونو او د اکسایډ ضد مادې په پراخه کچه لري، او بدن ته د شکرې په مرسته ځواکمنتیا ورکوي لکه فرکتوز او ګلوکوز.
د خیټې د سرطان مخه نیسي
خرما هاضمه او کولمې له زیانمنو باکتریاو څخه ژغوري چې په مرسته یې په کولون کې د خپریدو مخه نیول کیږي، څیړنو ثابته کړې هغه کسان چې د خرما خوراک زیات کوي په بدن کې یې داسې ګټورې باکتریاوې راڅرګندیږي کوم چې د کولون سرطان په مخنیوي کې مرسته کوي.