د ورځې دوه هګۍ خوړل د بدن دا دری مهم غړي تل روغ ساتي لومړی يې
په بېلابېلو خوړو کې په لږ او ډېره کچه ګټور مواد شتون لري خو په دې دومره موادو کې لومړی څيز چې په يوازې ځان باندې د ترټولو زیات ګټور مواد پخپل ځان کې رانغاړي هغه هګۍ دي، په ځانګړي ډول په هګیو کې پرېمانه پروټين شتون لري چې د انسان بدن ته ډېر زیات ګټور دي د بل لوري هګۍ اسانه شئ دي هم په بازار کې پرېمانه موندل کېږي او هم یو کس کولی شي پخپله په کور کې يو څو چرګانې وساتي او ښې طبعي هګۍ ترلاسه کړي.
په هګیو کې د کولين په نامه یو ډول مواد شتون لري دا مواد د مغز يا اعصابو په ښه کار کولو ډېر ژور تأثير لري ځکه چې ياد شوي مواد په اعصابو کې د سیګنال حرکت تېزوي او په مغزو کې ارتباطات يا اړیکې قوی کوي په دې ډول د انسان مغز یو ښه ژر زده کولای شي، تمرکز يې زیاتېږي او حافظه یې ورسره غښتلې کېږي. په دې طريقې سره هغه کسان چې نه منظم ډول هګۍ خوري د تمرکز، بې حافظه ګۍ او الزایمر غوندې روغتيايي ستونزو سره په اسانۍ نه مخ کېږي.
له دې پرته په هګیو کې د لوټین او زيکسانټين په نامه مواد هم شتون لري دا مواد د ويټامين اې لومړي يا خامه مواد دي چې په بدن کې ددې په زياتېدو سره د انسان د سترګو روغتيا ساتل کېږي د سترګو د رېتينا د برخې ساتنه کېږي او د انسان سترګې د اوږده وخت لپاره په لوړ عمر کې هم ښه ديد او ليدل کولای شي.
په هګیو کې پرېمانه پروټين موجود دي په يوه هګۍ کې پينځه ګرامه پروتين شتون لري چې د انسان د بدن په عضلاتو غټولو او قوي کولو کې بنسټيز رول لوبوي. په ځانګړي ډول کوم کسان چې زيات فزیکي فعالیت کوي انرژي مصرفوي نو هرومرو بايد د ورځې دوه هګۍ نوش جان کړي.