د واسلينو څخه د ګټې اخيستنې څلور حیرانونکې طریقې، خپلې پښې په اوبو کې کېږدی او
واسلین د معدني غوړیو او واکس يوه مخلوط دی، دا په اصل کې په تصادفی ډول کشف شوي دي چې زياتره د زخم او سوځېدلي ځای په درملنه کې ورڅخه ګټه اخيستل کېده. واسلین سل کاله کېږي چې د انسانانو له لوري کارول کېږي.
واسلین ترټولو زيات د پوستکي د ساتنې لپاره کارول کیږي دا چې واسلین د زړېدو ضد خواص لري، د باکتریا ضد خواص لري له همدې کبله د پوستکي د ګونځو د مخنیوي او سالم ساتلو لپاره ورڅخه زیاته استفاده کېږي.
په هغه ځايونو کې چې وچه هوا لري او يا په هغه موسمونو کې چې هوا وچه وي د پوستکي او په ځانګړي ډول د پوزې د مرطوب ساتلو لپاره د واسلينو څخه ګټه اخيستل ډېر ګټور تمامیږي.
که چېرې د يوه کس پښې او پوندې چاودې شوې او وچې شوې وي نو کولی شي چې لومړی خپلی پښې د څو دقيقو لپاره په مالګینو اوبو کې کېږدي او وروسته یې په واسلينو غوړې کړي او جرابې پوښې کړي په لنډ وخت کې به ددې مشکل څخه خلاص شي.