د واده څخه تښتېدلی زوم د دوه ساعته منډو وروسته ناوې ونیوه او د ټولو په وړاندې یې - Ht

د واده څخه تښتېدلی زوم د دوه ساعته منډو وروسته ناوې ونیوه او د ټولو په وړاندې یې

د هند په اتراپردېش ايالت کې يوې نجلۍ او هلک چې دوه نيم کاله يې د دوستۍ وتلي و غوښتل خپله دا اړيکه په واده بدله کړي.

د واده ټولې تیارۍ نیول شوې وې خو د واده په ورځ يو ځل زوم نادرکه شو، کله چې ناوې په زوم پسې را پاڅېده نو زوم ورته ويل چې ځي د واده لپاره یې مور راولي.

ناوې په زوم پوهه شوې او هغه یې تعقيب کړی، وروسته پوهه شوه چې زوم تښتي د ۲ ساعته منډو او تعقيب وروسته ناوې زوم په یوه ملي بس کې‌ ګير کړ او لاس نيولی یې د واده محفل ته راوسته.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *