د واده په لومړۍ شپه او لومړي کور.والي د دغو څلورو شيانو سره ډیر احتیاط وکړئ

په لومړي ځل د کور. والي کولو لپاره لومړی کار چې بايد پام ورته وکړی هغه يو مناسب ځای دی. داسې يو ځای يو اطاق يا يو کور باید وټاکل شي چې ښځه او خاوند پکې د نورو کسانو له خبرو، غږ او سترګو څخه لرې وي په ياد ساتی مېرمنې په دې برخه کې ډېرې زیاتې حساسې دي که چېرې ځای پوره خوندي او مناسب نه وي هېڅکله د زړه له خلاصه کور. والی نکوي.

د لومړي ځل کور. والي سره سمدلاسه قضاوت مکوی، داسې بیلابیل عوامل شتون لري چې کېدی شي په لومړي ځل کور. والی متاثره کړي نو د لومړي ځل کور. والي څخه که تاسې هرهغه څه ترلاسه نکړل چې په ذهن کې یې لری نو زر قضاوت مکوی تاسې پراخ عمر په مخکې لری او دا هرڅه د وخت په تېرېدو لا ښه کشف کوی او زده کوی.

په لومړي ځل کور. والي کې يو ترټولو مهمه مسله خبرې کول دي. په ځانګړي ډول د ښځې د اندېښنو په هکله خبرې کول، خاوند بايد په ډېره مينه او محبت د ښځې څخه د هغه د اندېښنو په هکله پوښتنه وکړي او په منطقي او مینه ناک ډول د هغه اندیښنې رفعه کړي.

په لومړي ځل کور. والي کې نارينه بايد پیش قدم شي او دا توقع ونلري چې ښځه ددوی سره مينه او چاره پيل کړي ځکه ښځه یوه نوي او نوي انسان سره نا بلده دومره محرم ژوند پيلوي نو د هغه څخه په لومړۍ شپه دا ډول توقع لرل معقول نه دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *