د واده په لومړيو شپو کې هره ښځه د خپل مېړه څخه دا دوه تمې لري

د کور. والي مسله د ښځې او خاوند له لوري د ګډ خوند شوق او ذوق هخوا ددوی دواړو ترمنځ د مینې محبت خلوص باور او د یو بل سره د صممیت د زياتولو مسله هم ده. يانې که ښځه او خاوند دا چاره په ښه ډول ترسره کړي په ښه ډول یې مدیریت کړي دواړه پکې ښه رضایت ته ورسیږي نو دواړه کولی شي چې د خپلې کورنۍ او ګډ ژوند بنسټونه نور هم کلک کړي.

د کور. والي په مهال ښځې دې ته زياته اړتيا لري چې د خاوند له لوري دوی درک شي دوی وزغمل شي ځکه چې کېدی شي په لومړيو کې دوی دواړه ددې چارې سره نا بلده وي د وخت په تېرېدو سره هرڅه لا ښه زده کوي نو له همدې کبله پکار ده چې د کومې نيمګړتيا په ليدلو سره خاوند زغم ولري او وخت ورکړي چې مېرمن یې په طبعي ډول دا هرڅه زده کړي.

ښځه غواړي چې د کور. والي بنسټ عاشقانه وي، خاوند يې ددې غلطۍ او کمۍ وزغمي. هېڅکله بايد یوه نارينه د کور. والي په مهال د خپلې مېرمنې څخه خفه نشي بلکې هرڅه که دده په خوښه هم نه و وزغمي او وروسته ورو ورو خپله مېرمن پوهه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *