د هند خارجه وزير: افغانانو ته ځکه ويزه نشو ورکولای چې نه پوهېږو دا پاسپورټ واقعاً د افغان دی کنه -

د هند خارجه وزير: افغانانو ته ځکه ويزه نشو ورکولای چې نه پوهېږو دا پاسپورټ واقعاً د افغان دی کنه

هند يو له هغو هېوادونو څخه و چې د افغانانو په وړاندې یې وروسته د کابل د سقوط څخه خپلې دروازې وتړلې، نوموړی هېواد چې ډېرو افغانانو فکر کاوه ددوی دوست هېواد دی ان د افغان زده کړيالانو موجودې ويزې لغوه کړې.

اوس یې د بهرنیو چارو وزیر جی شنکر په دې هکله وضاحت ورکړی دی، نوموړي په یوه بيان کې ويلي دي چې هېڅوک په افغانانو دومره نه خفه کېږي لکه دوی خو واقعیت دادی چې موږ په کابل کې د اسنادو د تاييد توان له لاسه ورکړی او نشو کولای د افغانانو د اسنادو، پاسپورټونو صحت تاييد کړو‌.

دی وايي په کابل کې زموږ مخې ته چې کوم پاسپورټ راوړل شي نو واقعاً نشو تاييد کولای چې ايا دا پاسپورټ واقعاً د یوه افغان دی او که نه د بل چا دی، وايي د امنیتي ستونزو له کبله د هند ویزې تراوسه د افغانانو لپاره نه دي خلاصې شوې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *