د هندي فلمونو مشهورې څېرې اسلام ومانه، وايي اسلام یې ځکه قبول کړ چې

د هندي فلمونو يوې مشهورې اداکارې د اسلام دین منلی دی. ممتاز خان چې د هندي فلمونو يوه ټاپ اداکاره وه ويلي دي چې دې د اسلام د مقدس دين په حقانيت قناعت راوړی دی او اسلام یې د خپل دين په حيث منلی.

نوموړې د اسلام د منلو وروسته په هندي فلمونو کې کار کول پرېښودل او اسلامي جامې یې په تن کړې، دا اوس پخپل لباس کې اسلامي حجاب مراعات کوي او وايي چې د الله ج خاص کرم و ورباندې چې مسلمانه شوه.

مېرمن ممتاز په هند کې د جنوبي هند فلمونو کې زياته مشهوره وه او ډېر وخت یې په تمل فلمونو کې کار کوه. د یادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د هند په سينما کې د فلمي اداکارانو له لوري د اسلام منل زيات شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *