د نړۍ ښکلې ماډله؛ زما ښکلا دنيا ته خطر جوړ کړی دی خلک راته وايي چې که

د وېرونيکا په نامه مېرمن چې په انسټاګرام کې تر دوه نیم میلیونه زيات څارونکي لري وايي چې د نورو ښځو له لوري د تاوتر.يخوالي سره مخ ده، دا مېرمن چې ۲۶ کاله عمر لري په اصل کې د سلواکیا هېواد ده چې اوس له دې هېواد څخه بهر ژوند کوي، دا د نارينه و څخه خوشحاله ده خو د ښځينه و په حق کې بيا همدا خبره نه کوي او وايي چې ځينو ښځو ورته داسې مشکلات جوړ کړي دي چې دا نوره رسیده ګي نشي ورته کولای.

نوموړې وايي دا چې ډېره ښکلې ده، بدن یې ډېر ښکلی دی، نه ډېره چاغه ده، نه ډېره ډنګره ده نو دا ښکلا يې په ځينو کسانو ښه نه لګېږي او دې ته ډېر د بد کليمو ډک کومېټونه کوي، دا زیاتوي چې کله کله خو ددومره ډېرو خلکو له لوري ورته سخت کومېنټونه کېږي چې دا فکر کوي چې ددې ښکلا نړۍ ته کوم خطر متوجه کړی دی.

وېرونيکا يو ښکلی ژوند لري او د خپلو سفرونو، خوړو او جامو ډول ډول انځورونه خپروي په دې هکله وايي چې دا هرڅه يې دومره په اسانۍ نه دی ترلاسه کړی او ددې لپاره یې ډېره خواري کړې ده څوک بايد ورباندې بخيلي‌ ونکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *