د نړۍ ترټولو زاړه ماشومان پيدا شول، ۲۹ کلن دي، لامل یې حيرانونکی دی -

د نړۍ ترټولو زاړه ماشومان پيدا شول، ۲۹ کلن دي، لامل یې حيرانونکی دی

د نړۍ ترټولو زاړه ماشومان بلاخره وزېږېدل، دوی که څه هم نوي پيدا سول خو عمر یی ۲۹ کاله دی، دا ډول شی په نړۍ کې په لومړي ځل ليدل کېږي خو دا هرڅه شاته يو ډېر جالب داستان او تشريح لري.

د امريکا په متحده ايالاتو کې اوسېدونکي پيليپ او راچل اوس دا دوه غبرګو اولادونو څښتنان شول په ۱۹۹۲ م کال کې يوې جوړې خپلې امبريو ګانې په لابراتوار کې یخک کړې او پلان یې درلود چې په اينده کې ورڅخه خپل اولاد پيدا کړي.

مګر په ۲۰۰۷ م کال کې دغه جوړې لابراتوار ته خبر ورکړ چې دوی نه غواړي له دې امبريو څخه ماشوم راوړي وايي کولای شي چې بل څوک یې وکاروي.

تېر کال ددغه امبريو ګانو د ترلاسه کولو لپاره راچل او پيليپ مراجعه وکړه چې دا امبريو د راچل رحم ته تر انتقال وروسته نن دوی دوه غبرګوني ماشومان ترلاسه کړل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *