د نړۍ ترټولو جذابه ښځه اعلان شوې وه، وايي سختې شپې تېروي

د پايګې سپيرانکا په نامه یوه امریکايی چې د ګولف سپورټ په برخه کې ستر شهرت لري د خپل ژوند د سختو شپې ورځو خبر ورکړی دی. نوموړې په دې وروستيو کې د دنيا ترټولو جذابه مېرمن هم اعلان شوې وه.

پرون یې د خپلو ټولنيزو رسنيو له لارې د خپلو مینوالو څخه بخښنه غوښتې ده، ځکه چې ډېر وخت وشو چې هېڅ پوست یې نه و کړی او مينوال یې اندېښمن شوي و. تازه یې د خپلې دغې غیرې حاضرۍ په هکله وضاحت ورکړی دی.

نوموړې ويلي دي چې څه موده وړاندې یې سټنډرډ معاینات ترسره کول چې په سينه کې يې یوه کتله وليده شوه، وايي بيا یې د بايوپسي له لارې يوه نمونه ترې واخيسته ترڅو یې معاينه کړي چې دا کتله سرطاني کتله ده کنه.

وايي د ښه مرغه چې دا کتله سرطاني کتله نه وه، خو زياتوي چې ډاکټرانو ورته ويل چې د خپلې روغتیا په هکله جدي پاملرنه وکړي. وايي له همدې کبله سختې شپې ورځې تېروي او لوی ډار ورباندې تېر شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *