د نوین او ويرات جنجال؛ نوین الحق ته بله سزا هم ورکړل شوه - Ht

د نوین او ويرات جنجال؛ نوین الحق ته بله سزا هم ورکړل شوه

د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم تکړه لوبغاړی نوین الحق چې په دې وروستيو کې یې د هند په آی پي اېل کې پخپل ښه بال سره توجو ځانته جلب کړې وه د خپل مسلک او کرير ترټولو لویه غلطي وکړه او ددې بيه پرې کول یې سمدلاسه پيل کړي.

نوموړي په ای پی ایل کې د ويرات کولي سره د جنجال وروسته د سختو نیوکو سره مخ شو، که څه هم ډېرو یې پلوي هم کوله خو د کرکټ مبصرینو ويل چې نوین الحق تقريباً په ټولو هغه ليګونو کې د نورو لوبغاړو سره جنجال کړي دی چې ده پکې ګډون کړی.

دغه مبصرین وايي ولې نور افغان لوبغاړي داسې جنجالونه نکوي کوم چې نوین په هر ليګ کې کوي، دوی وايي دغه کار به پخپل د نوین نوم د کرکټ له نړۍ څخه ورک کړي ځکه دی تراوسه پورې ډېر ځوان دی او د یوه داسې هېواد وګړی دی چې امکانات او اغېز یې په هرڅه کې محدود دی.

تازه نن د لکنو لوبډلې پخپل جوړښت کې نه و اخيستی، د کرکټ څارونکي وايي په ننۍ لوبه کې نوین ته ښه اړتيا هم وه خو هغه په ټيم کې وانخيستل شو، دا د نوین د سزا پيل و.

د ويرات کولي سره د جنجال وروسته نوین الحق د ګاتم ګمبير سره يو ځای يو انځور واخيست او هغه په ټولنيزو رسنيو کې خپور کړ، دا کار د ډېری کسانو له لوري د ضد د پاللو په توګه وليدل شو او د نوین دا حرکت یې د خپل پښې وهل وبلل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *