د نوکانو دوه رنګه کېدل د ځیګر د ناروغۍ نښه ده، باید سمدلاسه
هر کله چې تاسې داخلي ډاکټرانو ته تللي یاست، کتلي به مو وي، چې ډاکټر لومړی د ناروغ نوکانو ته ځیر ځیر ګوري، دا ځکه چې نوکانو ته په کتلو سره د انسان داخلي ناروغۍ اندازه لګول کیږي. له دې دا څرګندیږي چې د نوکانو رنګ بدلېدل د ناروغۍ نښه ده.
کله چې انسان په داخلي ناروغۍ اخته وي، نوکان یې یو شمېر ډول رنګ بدلوي، چې هر رنګ یې د یو ډول ناروغۍ نښه بلل کیږي.
په امریکا کې شوې څیړنې ښيي، که چیرې د نوکانو رنګ بدل شي او یا دوه رنګه شي نو دا د ځیګر ناروغیو نښه ده، دېته په طبي اصطلاح Half and half nails ویل کیږي، چې د پښتورګو ترڅنګ په ځیګر ناروغۍ اخته کېدو امکان زیاتوي.
دغه څیړنه چې د امریکا په ورجینیا پوهنتون کې ترسره شوې ده، زیاتوي چې کله د انسان نوکان نیم سپين او نیم ګلابي (یا دوه رنګه شي)، دا د داخلي ناروغۍ نښه ده، او په ده کې د ځیګر او پښتورګو ناروغۍ زیاتېدو امکان ډېریږي.
د څیړنې پر اساس، په پښتورګو ناروغۍ اخته کېدو لامل د ناروغ بدن کې ځانګړي هورمونونو یو ځای کېدل دي، او یا هم له اندازې زیات د وینې کموالی دی، چې له امله یې د انسان نوکان رنګ بدلوي، او په ده کې ددغه ناروغیو لاملونه ډېریږي.
همدا ډول څیړونکي زیاتوي، هر کله چې انسان پر دا ډول ناروغیو اخته کیږي، یا یې نوکان رنګ بدلوي او یا هم دده په بدن کې (د بدن په پوستکي یا مخ) سپينې ټاپې ښکاره کیږي، چې د داخلي ناروغیو (پښتورګي، معده، خیټه، ځیګر) زیاتوالي نښې دي، او دغه ناروغي د وخت په تېریدو انسان له منځه هم وړی شي. نو په داسې حال کې ناروغ باید یو متخصص ډاکټر ته رجوع وکړي تر څو سمه درملنه ترسره کړي.
همدا ډول باید وویل شي چې د نوکانو زیړوالی د وینې آکسیجن کمی، د نوکانو الوتی او خط خط رنګ د ویټامینونو کموالي او خړ نوکان د زوړوالي او کمزورۍ نښه ده.