د نجیبه فيض د واده خبر راغی، خاوند یې څوک دی
په ټولنيزو رسنيو کې د نجیبه فيض د واده ويډيو ګانې لاس په لاس کېږي، په ويډيو کې ليدل کېږي چې نجيبه فيض د واده په شان د نکاح په یوه خط باندې لاسليک کوي او د ويډيو په یوه بله برخه کې بيا ليدل کېږي چې يو کس د ناوې په کوټه کې نجيبه فيض ته د ګلانو ګېډۍ ورکوي.
په انټرنټ کې ددې ويډيو ګانو د خپرېدو سره ډېری کسانو دا خبر خپور کړ چې نجيبه فيض واده وکړ، خو تازه ترلاسه شوي معلومات ښيي چې دا ویډیو د یوه واده ده مګر دا د نجیبه فيض واقعي واده نه دی.
داسې ویل کېږي چې دا یوه فلم يا سریال صحنه ده او نجيبه فيض د واده مسله نشته ده، نجیبه فيض یوه تکړه اداکاره او د تلويزون برنامو وړاندې کوونکې ده چې تراوسه پورې یې د واده په هکله قدم نه دی اخيستی.