د‌ نجونو زړونه صبر شول، راشد خان په لومړي ځل د خپل واده نېټه اعلان کړه

د افغانستان د کرکټ ډېری لوبغاړو چې ځینې ان د راشد خان وروسته ملي ټيم ته راغلي ودونه وکړل يا یې کړي و، ورسره د پاکستان د کرکټ د ملي ټيم ځينې لوبغاړو هم په همدې مياشت کې ودونه وکړل نو په داسې يو حال کې د ټولو مينوالو نور دا حق جوړېده چې د راشد خان څخه پوښتنه وکړي.

همدا پوښتنه تېره ورځ ورڅخه يوه مینوال وکړه چې راشد خان هم ورته سپین ځواب ورکړ، راشد خان د خپل دې مینوال په ځواب کې وويل چې یو کال وروسته به ان شاء الله واده وکړي ده زیاته کړه چې پخپل واده کې به دی هم اتڼ وکړي‌.

يو څو کسان چې د راشد خان څخه یې عمر هم کم ده او ملي ټيم ته د راشد خان وروسته راغلي لکه فضل الحق فاروقي او مجیب الرحمن هغوی لا پخوا ودونه کړي و اصغر ستانکزي خو لا پکې دوهم واده هم وکړ.

د يادونې وړ ده چې راشد خان او افغان ټيم اوس مهال په عربي متحده اماراتو کې ددې هېواد د ملي ټيم سره په لوبو بوخت دي، لومړۍ لوبه افغان ملي ټيم ګټلې وه او نن شپه به دوهمه لوبه ترسره شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *