د نبي د استعفا وروسته راشد خان؛ څه مو چې غوښتل هغه مو ترلاسه نکړل خو دا حقيقت بايد ووايم چې -

د نبي د استعفا وروسته راشد خان؛ څه مو چې غوښتل هغه مو ترلاسه نکړل خو دا حقيقت بايد ووايم چې

د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم تکړه لوبغاړي د نړيوال جام څخه د افغانستان د وتلو وروسته خپل پیغام خپور کړ، راشد په داسې حال کې خپل پيغام خپور کړ چې صرف څو ساعته وړاندې د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم کپتان د کپتانۍ څخه خپله استعفا اعلان کړه او ویې ویل چې په کرکټ بورډ کې ځينې شيان داسې دي چې د يوه کپتان په حيث دی ورسره موافق نه دی او د نظر اختلاف شتون لري.

اوس بيا سمدلاسه راشد خان هم يو پیغام خپورکړ او په دې پيغام کې يې ويلي دي چې دی په دې باندې اقرار کوي چې په لوبه کې يې هغه څه ترلاسه نکړل چې غوښتل یې خو زياتوي چې له دې لوبو څخه يې ډېر ته زده کړل.

د نړيوال جام څخه افغانستان هغه مهال قطعا ووت کله يې چې يوه لوبه بايلوده او دوی لوبې یې د باران له کبله لغوه شوې، بيا پسې تازه په ډېر کم توپیر د آسټراليا څخه د ماتې خوړلي افغان ټيم په هکله اندیښنې په زياتېدو دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *