د نا.سمو‌ فلمونو اداکارې د ځان وژ.نې هڅه کړې وايي په فلمونو کې بې هوښه

د نا.سمو فلمونو يوې مشهورې پخوانۍ لوبغاړې ددې فلمونو د ډېرو منفي اړخونو څخه پرده پورته کړې ده، دا لوبغاړې چې په وروستيو کلونو کې له دې فلمونو څخه لاس په سر شوه ويلي دي چې د فلم ډکولو په جريان کې داسې هم شوې دي چې ځينې لوبغاړې بېخي بې هوښه شوې دي او سخت فزيکي زيان یې ليدلی وي.

دا د خپلې يوې غږيزې مرکې په جريان کې وايي چې ددې فلمونو اغېز ورباندې دومره زیات دی چې څو ځل یې هڅه کړې چې خپل ژوند ته د پا.ی ټکی کېږدي. دا چې په دې فلمونو کې د لوړ شهرت څخه برخمنه شوې وه وايي چې ډېره ځوانه چې د کورنيو ستونزو مجبوره کړه چې په داسې يوه خرابه لاره باندې حرکت وکړي.

نوموړې وايي چې دا ډول فلمونو د ډېرو نجونو ژوندانه خراب کړي دي. د یوه لوري شديد فزيکي زيان وي د بل لوري په ذهني ډول انسان داسې ضربه ويني چې بيا یې ټول عمر نشي هېرولی دا د ځان په اړه وايي چې د کلونو په تېرېدو یې اوس هم هغه بدې خاطرې او ورځې له ياده نه دي وتلې‌.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *