د نامزدۍ په دوران کې د نارينه پینځه لويې غلطۍ چې د نجلۍ -

د نامزدۍ په دوران کې د نارينه پینځه لويې غلطۍ چې د نجلۍ

د نامزدۍ دوران یا هغه دوران او موده چې يو کس پکې کوژده کړې وي د ګډ ژوند يو له خوږو دورو څخه ده، ځوان او پېغله دواړه د نوي ژوند لپاره بلا هيلې او خیالونه لري، دا دوره بايد په ډېره خوښۍ خو احتیاط تېره شي، په دې دوره کې ځینې وخت د طرفینو له لوري داسې غلطۍ کېږي چې په راتلونکي ژوند یې ډېر منفي او ناوړه اغېز لري.

د نامزدۍ په دوران کې يو ترټولو عامه اشتباه چې ده هغه د خپل مادي حالت او یا همدا ډول د خپل واک او اختيار په هکله لویې خبرې کول دي، دا اشتباه عموماً نارينه کوي او خپلې کوژدنې ته دومره خوږې وعدې ورکوي چې بيا یې نشي پوره کولای، د يوه لوري دا ددې سبب کېږي چې نجلۍ لوی لوی خيالونه جوړ کړي او بيا هغه ته ونه رسېږي او توقعات یې لوړ وي د بل لوري پخپله نارينه هم د شخصیت په لحاظ ځان ښکته راولي. پيسې مهمې دي خو داسې څه نه دي چې تر انسان او د هغه تر شخصیت مهمې وي.

جن. سي اړیکې؛ دا يوه داسې اشتباه ده چې زبان یې تر ډېره ښځو ته رسېږي، په حقيقت کې د نامزدۍ دوره د يو بل پېژندلو ښه دوره ځینې وخت جوړې په دې‌ دوره کې د يو بل په اصلي شخصیت چې ځینې کسان ښه شخصیت نلري او ځان یې ښه معرفي کړی وي پوهېږی، خبرېږي او غواړي دا لاره لنډه کړي او واده ونکړي خو که چېرې کور. والی شوی وي دا به ډېره ګرانه وي چې بيا دواړه سره جدا شي عموماً د ښځو لپاره به دا نوره ګرانه وي.

د نامزدۍ په دوران کې يوه بله ډېره ترسره کېدونکې اشتباه يو بل ته هر ډول راز بيانول دي، په دې وخت کې بايد ځينې رازونه بيان نشي کېدی شي واده ونشي، کېدی شي د يو بل له خبرو يا له دې راز څخه غلط مطلب واخيستل شي له همدې کبله ښه داده چې پدې دوره کې نجلۍ او هلک دواړه يو بل ته خپل ټول رازونه ونه سپړي.

له حده زيات رفت و آمد، ځينې کسان د نامزدۍ په دوره کې له اندازې څخه زيات رفت و آمد کوي چې دا د نجلۍ کورنۍ د ځان لپاره ښه نه ګڼي، ښه داده چې د کور کلي اصولو ته درناوی وشي او هرڅه پخپله اندزه او حدودو کې مناسب ترسره شي.

دروغ ویل؛ ډېرې جوړې ددې اشتباه قرباني کېږي د نامزدۍ په دوران کې دروغ ويل د انسان شخصیت ته شديد زيان رسوي، په ځانګړي ډول د مالي مسايلو په هکله دروغ ويل يا نور غلط معلومات ورکول غلطې ژمنې ورکول راتلونکی ګډ ژوند بې خونده کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *