د نارينه و لپاره په یخو اوبو باندې د حمام کولو څلور نایابه ګټې -

د نارينه و لپاره په یخو اوبو باندې د حمام کولو څلور نایابه ګټې

په یخو اوبو باندې د حمام کولو ګټې ډېرې زیاتې مهمې دي، داسې ګټې دي چې د انسان بدن ته مهمې دي لوی زيانونه دفعه کوي، په منظم او مناسب ډول باندې په یخو اوبو باندې حمام کول چې افراط پکې ونشي د انسان بدن ته دغه څلور حياتي ګټې لري.

لومړۍ ګټه یې داده چې د انسان په بدن کې‌ د وینې جریان چټکوي پدې ډول د انسان بدن ته د اړتیا وړ وینه او په وینه کې موجود غذايي ګټور مواد په خپل وخت ورسېږي او بدن ښه وده کوي. ميټابوليزم چټکوي د انسان بدن په دې سره خواړه ژر پروسس کوي خېټه یې سپکېږي وجود فعال او له ټمبلۍ څخه لرې وي.

په یخو اوبو حمام کول په بدن کې التهاب له منځه وړي او يا یې کموي التهاب په بدن کې د ناروغيو پيل وي چې زياتېدل يې بيا پسې خطرناک کېږي. ددې ترڅنګ په یخو اوبو حمام کول په بدن کې موجود درد په ځانګړي ډول د عضلاتو درد کموي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *