د نارينه و د جن.سي ژوند او روغتیا لپاره د زنجبيل پینځه خاصې ګټې -

د نارينه و د جن.سي ژوند او روغتیا لپاره د زنجبيل پینځه خاصې ګټې

زنجبيل ډېر قوي او غښتلي مواد دي، له همدې کبله ډېرې زياتې څېړنې او تحقيقات ورباندې شوي دي، په دې هکله هم خاص تحقيقات ترسره شوي دي چې زنجبيل د نارينه و لپاره څه ګټې لري. په دې ليکنه کې به د نارينه لپاره د زنجبيل په ځانګړو ګټو باندې تفصيلي معلومات وړاندې شي.

د ترسره شويو تحقيقاتو په بنسټ زنجبيل د نارينه و د جن. شي قوت اصلي هورمون ټېسټېسټېرون په تولید کې زياتوالی راولي، ددې ترڅنګ په وينه کې د شکر هم مدیریت کوي چې دا د نارينه و لپاره حياتي ارزښت لري.

څیړنې دا هم وايي چې زنجبيل د نارينه و د منیو يا سپرمو کيفيت لوړوي، زنجبيل په نارينه و کې د منيو د کيفيت د زياتولو سره نارينه و ته دا قابليت ورکوي چې خپله مېرمن حامله کړی شی او پلار جوړ شي.

د نارينه و د جن. سي ژوند لپاره يوه بله ګټه چې زنجبيل لري هغه د وينې د جریان چټکول دي. د کور. والي په مهال د نارينه و شکایت دا وي چې ددوی جن. سي غړی د کور. والي تر پايه هغسې نه وي لکه په پيل کې څه ډول وي. خو زنجبيل د وينې د جریان په چټکولو سره نارينه و ته دا قوت ورکوي چې د اړيکې تر پايه یې دا مشکل حل وي.

د وینې په برخه کې زنجبيل يوه بله ډېره حياتي ګټه هم لري. زنجبيل په بدن کې موجود التهاب له منځه وړي او ناروغي په همدې لومړۍ مرحله کې ختموي ورسره زنجبيل د وينې د ټینګېدو مخنیوی کوي کوم چې وروسته د ګنؤ لويو روغتيايي ستونزو سبب کېدی شي.

او وروستۍ ګټه یې چې دلته ذکر کوو دا ده چې زنجبيل په بدن کې اضافي بې ګټې او مضر غوړ او چاغي له منځه وړي او بدن ددې غوړو او وازدو له زيان څخه بچ کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *