د نارينه ماشوم پيداکوونکو ښځو دوه مهمې نښې -

د نارينه ماشوم پيداکوونکو ښځو دوه مهمې نښې

په ګډ ژوند کې ډېری کسان دا غواړي چې لومړی اولاد يې دې نارينه ماشوم وي، ځينې بيا داسې وي چې په پرلپسې ډول د لورګانو خاوند کېږي مګر زوی یې نه پيدا کېږي نو ددې لپاره ټول هڅه کوي چې يوه لاره پیدا کړي.

په دې هکله موجودې ځينې څېړنې وايي تغذیه د نارينه ماشوم په پيدا کولو کې ډېر مهم رول لري، ددې لپاره چې یوه ښځينه نارينه ماشوم راوړي نو د نارينه د y کروموزوم بايد د ښځينه هګۍ ته ورسیږي، نو دلته مهم ټکی دادی چې د ښځينه په رحم کې شرايط داسې رامنځته شي چې د y کرموزوم پکې ژر ورسېږي.

پوهان وايي د حامله کېدو دوه میاشتې وړاندې بايد ښځې د نورو یو خاص رژیم پيل کړي ترڅو د حامله کېدو لپاره د لومړي اقدام د اوچتولو په مهال محيط داسې جوړ شي چې د يوه خاص کرموزوم د جذب احتمال پکې زيات شي.

د قديم يا پخواني طب د لارښونو په بنسټ د کاهو، ځمکنيو توتو، خرما، يېل او زعفرانو استفاده کول ددې سبب کېږي چې يوه ښځه نارينه ماشوم وزېږوي. د ښځينه و د رحم د ph درجه د جنسيت په تعین کې مهم رول لري هغه خواړه چې د رحم د ph درجه زياته کړي د نارينه ماشوم د‌پیداکېدو چانس زیاتیږي. هغه خواړه چې پورته ذکر شول کوم چې سوډيم، پوتاشیم، مګنیزیم او کلسيم لري د رحم pH لوړوي او د نارينه ماشوم د پيدا کیدو احتمال ډېروي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *