ښځه او مېړه د کورنۍ د جوړښت دوه اساسي ستنې دي، او د هغوی ترمنځ مينه او درناوی د يوه بريالي ژوند بنسټ دی. خو کله کله د مېړه ځینې عادتونه د ښځې په زړونو کې د ميني او شهوت اور کمزوری کوي. دا عادتونه نه يوازې چې د ښځې احساسات زیانمنوي، بلکې د هغوی د ژوند ملګرتيا ته هم زیان رسوي.
لومړی عادت د ښځې د احساساتو ناپامي ده. کله چې مېړه د خپلې ښځې ستونزو او اړتیاوو ته پام نه کوي، ښځه ځان بې ارزښته احساسوي. دویم، د ښځې سپکاوی او تل منفي خبرې کول د هغې زړه ماتوي او له مېړه څخه یې لرې کوي. درېیم، د ښځې حقونو ته نه درناوی او د هغې نظر ته بې اعتنايي کول د دې لامل ګرځي چې ښځه ځان یوازې احساس کړي. څلورم، بې مسؤلیتۍ او د کورنۍ اړتیاوو ته نه پاملرنه ښځه ناهیلې کوي.
مېړونه باید پوه شي چې د خپلې ښځې احساساتو ته پاملرنه، د هغې درناوی او د ګډ ژوند د مسؤلیتونو منل د بریالي ژوند راز دی. که مېړه غواړي چې ښځه يې ورته وفاداره پاتې شي او د هغوی ترمنځ مينه تلپاتې وي، نو باید دا عادتونه اصلاح کړي او د ښځې سره د درناوي او ميني چلند وکړي.