د مېړه لپاره یې اعلان ورکړ د مياشتې شپږ زړه ډالر معاش هم ورکوي -

د مېړه لپاره یې اعلان ورکړ د مياشتې شپږ زړه ډالر معاش هم ورکوي

د ګراسيې په نامه یوې نجلۍ په انټرنټ کې د یوه نارينه اعلان ورکړی دی او دې اعلان یې په زرګونو نارينه ځانته جلب کړي دي، د نوموړې اعلان چې کله په انټرنټ خپور شو نو په زرګونو کسانو ورته ايملونه وکړل ځکه چې د پیسو يو ښه وړاندیز هم ورسره لري.

نوموړې په دې اعلان کې ويلي دي چې يو داسې کس ګوري چې ددې سره يو ځاي ژوند وکړي او ورسره ددې شخصي مرستیال شي وايي دې کس به دا هره مياشت پينځه زره او اته سوه امریکایي ډالر معاش ورکوي.

دا چې په انټرنټ کې ډېره زياته مشهوره ده وايي چې همدا ورته د ګڼو نارينه و څخه ورته ایمیلونه شوي دي او دا لګيا ده دا نارينه ګوري او کوم یې چې خوښ شي نو هغه به هم ددې يار وي هم همکار.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *