د مڼي پوستکی دری خطرناکې ناروغۍ مخکې په لومړي پیل کې ختموي

د مڼې په پوستکي ترسره شوی تحقيقات ښيي چې دا پوستکی خوړل په منظم ډول د کولمو او سينې د سرطان خطر راکموي، دا تحقيقات ښيي چې د مڼې په پوستکي کې د تريترپنوييد په نامه مواد شتون لري کوم چې د سرطاني حجرو په له منځه وړلو کې ژور تأثير لري په ځانګړي ډول د کولمو د سرطان د خطر په راکمولو کې لويه ونډه ولري.

د مڼې په پوستکي کې داسې انتي اوکسيدان شتون لري چې د غوړو د اوکسيداسيون مخه نيسي او دا هغه ډول غوړ دي چې د رګونو د ډبل کېدو او د تنګېدو سبب کېږي او بلاخره د زیات دوام په نتیجه کې د زړه سبب کېږي خو د مڼې په پوستکي کې موجود انتي اوکسيدان دا خطر د پام وړ برخه راکموي.

د مڼې په پوستکي کې موجود مواد د وینې شکر يا د وينې قند راکموي، دغه مواد انسولين مجبور کوي چې غبرګون وښيي او ډېر وخت شکر په وړو او ساده بڼو بدلوي چې ورسره دوي هم د جذب وړ کېږي او هم ئی په وينه کې اندازه کنټرول کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *