د ميرويس اشرف په مشرۍ کرکټ بورډ د ميليونونو ډالرو ملاتړ ترلاسه کولو وروسته اصغر او کریم صادق بیدار شول ریاست غواړي

د یوه کال څخه زیاته موده وشوه چې په افغانستان کې د وروستیو تحولاتو څخه د کرکټ بورډ چارې ټکنۍ وې، د یوه لوري د ای سي سي له لوري کرکټ بورډ ته د بودیجې انتقال سخت شو او د بل لوري کرکټ بورډ او ټیم پخپله د پخوانیو ميراثيانو لوري يو ډول پاشل شوی و.

په دې يوه کال کې چې په کرکټ بورډ کې ستونزې وې، سپانسر او مالي امکانات نه و، ډالر نه و نو پدې موده کې پخوانی کپتان اصغر افغان، زوړ ميراثي کريم صادق کاملا خاموش و.

اوس چې د میرویس اشرف په مشرۍ يو‌ ځل بیا کرکټ سمې لارې ته روان شو، د‌ میلیونو ډالرو سپانسران پيدا شول او ډېرې مالي ستونزې حل شوې نو اصغر افغان او زړو بېکاره کريم صادق را پاڅېدلي او کمپاين پيل کړی دی‌ چې يو ځل بيا بايد د کرکټ چارې ددوی ډلې او کورنۍ ته حواله شی ترڅو اصغر د کرکټ بورډ مشر، کريم جنت کپتان او هغه بل نصواري کريم صادق روزونکی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *