د معدې سوز او ارږي بدېدل ؛ د حل لارې چارې ! -

د معدې سوز او ارږي بدېدل ؛ د حل لارې چارې !

معدې د سوز لاملونه :

① ډوډۍ پرته له دې چې په خوله کې ښه میده شي ، ژر ژر تېرول ددې لامل کیږي چې په معده باندې درنه شي او معده یې د هضم وس نه لري .

② د خوراک وروسته سمدستي ویده کېدل معده دې ته نه پریږدي چې خوړل شوې ډوډۍ سمه هضمه کړي .

③ مساله دار خوراکونه هم د معدې سوزش په پیدا کولو کې مهم رول لوبوي .

④ تړمې اوبه څکل ، ځکه تړمې اوبه د يښو اوبو څخه زیات معده آراموي ، همدا راز د معدې سوزش آراموي .

⑤ ډیرې اوبه څکل ، ځکه اوبو ډیر څکل د معدې څخه د خوراکونو د وتلو بهیر تیزوي . کله کله د کمو اوبو څکل هم د معدې سوزش پیدا کوي .

⑥ هغه مشروبات چې تېزابیت لري ، باید کم وڅکل شي ، مثلا د مالټې یا لیمو شربت ، یا ګازي مشروبات ، چای او قهوه .

⑦ ځېنې داسې طبیعي نباتات شته چې د معدې سوزش له منځه وړي ، لکه املي ، توت او دارچېني ، دا که وخوړل شي ، هم د معدې سوز ورسره کمیږي .

⑧ د معدې د سوزش څخه ځان په دې ډول هم خلاصېدلی شي چې تر ډوډۍ خوړولو وروسته یو نیم یا دوه ساعته وروسته ویده شي . زیاتره وخت سوزش له دې کبله رامنځته کیږي چې کس ډوډۍ وخوري او وروپسې سمدستي ویده شي ، ډوډۍ په معده بوج شي او ورسره معده سوزیږي .

⑨ له نشه يي توکو ځان ساتل ، سګرټ ، چېلم ، چرس او لوګی د معدې سوزش څو چنده زیاتوي .

نورو ملګرو سره شریک کړئ !

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *