د معدې د زخم ترټولو جدي نښې: تشناب ته‌ د تلو په مهال

په ولسي ژبه کې ورته د معدې اود کوچنیو کولمو د اثنا عشر زخمونه وایي او په ټولیز ډول سره هغه دردونکې ټپونو ته وایي، چې د معدې د داخلي دیوال او یا هم د کوچنې کولمې د اثنا عشر په برخه کې رامنځته کیږي.

ددغې ناروغۍ څخه په نړۍ کې ډیری انسانان ځوریږي ، په ټولیز ډول د ژوند په هره مرحله کې لیدل کیږي یعنی په ماشومتوب ،ځوانۍ او سپین ږیری والۍ .

دمعدې د زخمونو یا ټپونو درامنځته کیدو لاملونه ددغې ناروغتیا د پیداکیدو په لومړیو وختونو کې څرګند نه وو، مګر نن ورځ له نیکه مرغه طبې څیړنو په اثبات رسولي چې د معدې زخمونه په معده او کوچنیو کولمو د اثنا عشر په برخه کې د مایعاتو د نابرابرښت والۍ له امله رامنځته کیږي.

دمعدې زخمونه د التهاب ضد غیري اسټرویډي درملو لکه اسپرین ، نایروکسین او ایبو پروفین درملو له ډیر کارولو څخه هم منځته راځي .

د معدې زخمونه ۷۰ سلنه د هیلیکو باکټر پیلوري په واسطه رامنځته کیږي.د معدې زخم لاندې نښې لري:

د سوزیدنې یا مالښتې درد دمعدې په لاندینې یا پورتنې برخه کې ډیر ځلې د خواړو اخیستنه د شپې له لورې.
د معدې درد او سوزیدنه.

کانګې یا د غذایی موادو بیاګرځونه، د وینې بیرته ګرځول چې ډیر ځلې قهوې ته ورته رنګ،دوزن له لاسه ورکول،شدید دردونه دمعدې په پاسنې یا منځنې برخه کې،دمعدې دردونه چې ډیر ځلې ناروغان یی د ځیګر په لاندې برخه کې د پښتیو په منځ کې حس کیږی.

د معدې دردونه د ډوډې خوړلو څخه شل دقیقې وروسته پیلیږي که د خیټې درد وي نو د خوراک څخه دوه نیم ساعته وروسته پیلیږي،د زړه بدوالی : ډیر ځلې د غوړ موادو ، چاکلیټونو ، ګازلرونکې نوشابو تر خوړو او څښلو وروسته د زړه د بدوالی حس کوي.

د اشتها کموالی،د لږ خوراک وروسته د موړتیا حس کول.سرګرځیدنه او خوا ګرځیدنه، د بولو یا غایطه موادو رنګ یی تور وي، د نس پړسوب ، قهر او دستړیا نښې ورسره ملګري وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *