د معدې او کولمو د خطرناکو ناروغيو څخه د خلاصون لپاره دغه پينځه کارونه وکړئ

د معدې او کولمو د خطرناکو ناروغيو څخه د خلاصون لپاره دغه پينځه کارونه وکړئ

هره لږ تر لږه نيم ساعت حرکت وکړی، قدم ووهی، دغه کار که هره ورځ وکړی نو ښه دی خو که هره ورځ يې نشی کولای يوه ورځ وروسته يې ترسره کړی دا مو د معدې او کولمو د روغتيا لپاره لومړی او اصلي شرط دی.

د اوبو څښل مه پرېږدئ، پدې هکله ټمبلي مکوئ کله مو چې زړه کېده او تږي کېدی سمدلاسه اوبه څښی په ورځ کې دوه تر دوه نيمو ليترو اوبه وڅښئ دا به مو د خپلې معدې او کولمو د روغتيا سره لويه ښېګڼه کړې وي.

با کیفیته او پوره خوب وکړی، دومره وکړی چې هره شپه لږ تر لږه شپږ ساعته خوب کړی ښه به دا وي چې ۷ ساعته خوب وکړی، خوب په اصلي وخت کې وکړی د شپې د لسو او د سهار تر ۴ بجو پورې حتماً ويده شی او ژور خوب وکړی.

داسې خواړه وخوری چې فايبر ولري ددې څخه سبزيجاتو ته زيات پام وکړئ، ددې لپاره ساده لاره يو ښه سلاد کول دي، له دې ډلې ګلپي، ګازرې، مڼې، فاصليه، نخود استفاده کېدی شي.

د سترېس او اندېښنې څخه ځان وساتئ، په پرلپسې ډول هېڅکله زيات غمجن مه پاتې کېږی، دا پینځه کارونه که ترسره کړی په اسانۍ به هېڅکله د معدې او کولمو په ناروغيو اخته نشی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *