د مر.ګ څخه پس د را ژوندۍ شوې ښځې خبرو خلک حيران کړل -

د مر.ګ څخه پس د را ژوندۍ شوې ښځې خبرو خلک حيران کړل

د امريکا د متحده ايالاتو په کېنټوکي ایالت کې د يوې مېرمنې سره داسې پېښه شوې ده چې خلک یې هک حيران کړي دي، دا مېرمن چې په یوه روغتون کې نرسه وه وايي چې خپل ژوند یې په بشپړ ډول له لاسه ورکړ او بيا را ژوندۍ شوه.

دا وايي چې په روغتون کې یې د ساه بندۍ وروسته زړه ودرېد د بدن ټول حياتي فعاليتونه یې ودرېدل او ډاکټرانو نوره هغه مړه حساب کړې وه خو له لږ ځنډ وروسته هغه بیرته را ژوندۍ شوه.

وايي کله چې مړه شوم نو د يوې سپينې رڼا سره مخ شوم وايي غږ راباندې وشو او ما فکر وکړ چې دا د خدای غږ دی وايي هغه ته مې شکايت وکړ چې ژوند مې ډېر د دردونو ډک و وايي راته وويل شول چې ستا د ټولو دردونو په بدل کې به دلته تاته پوره مکافات درکړل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *