د مثانې د سرطان ترټولو لويه نښه معلومه شوه، که دا نښه مو په بدن کې ولیده عاجل ډاکټر ته -

د مثانې د سرطان ترټولو لويه نښه معلومه شوه، که دا نښه مو په بدن کې ولیده عاجل ډاکټر ته

په دې وروستيو کې د سرطان پېښې په ډېری هېوادونو کې زياتې شوې دي، سرطان داسې يوه ناروغي ده چې که په لومړيو مرحلو کې وپيژندل شي نو درملنه یې شونې ده مګر‌ که زيات وخت ورباندې ووځي بيا یې نو درملنه ډېره سخته ده او دا امکان زیات دی چې يو انسان ورڅخه خپل ژوند له لاسه ورکړي.

يو له هغو سرطانو چې ډېر خطرناک دی او پکار ده چې سړی ورڅخه ځان وساتي د مثانې سرطان دی، د مثانې سرطان هم که په لومړيو وختونو کې وپېژندل شي نو درملنه یې پرته له ډیر کړاو څخه امکان لري او انسان ورڅخه په بشپړ ډول رغېږي.

د مثانې د سرطان ترټولو لويه نښه داده چې د يوه کس په متيازو کې پرته له کوم درد څخه وينه وليدل شي په متيازو کې د وينې ليدل په هیڅ صورت ښه نښه نه ده او د خطرناکو ناروغيو پيغام ورکوي مګر که چېرې هېڅ درد شتون نلري او بياهم په متيازو کې وينه وي نو دا د مثانې د سرطان ترټولو مهمه او په ځای نښه ده. ددې‌ په ليدلو سره پکار يو کس په عاجل ډول ډاکټر ته مراجعه وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *